

صدیق
څه ناڅا په بخت مدد شو چې يې را کړې
په پالنګ را سره ناست مهر، خندا کړې
په ورو ورو د خاطر حال وايې و ما ته
خپل مطلب راته عيان په ښه ادا کړې
په قلقل د صراحۍ مستان ښادي کا
مهجورانو لکه شمع تل ژړا کړې
په دوران د لاله لبو ګلرخانو
ساقي! عامه به په دست شهر مينا کړې
راشه ځه چې د مغان په ميخانه شو
شيخه! څه لافې د زهدو د تقوی کړې
چې ماڼې را سره کړې رقيب خندا کا
په خندا يې په خوله خاوره د بيديا کړې
په وصال يې هيڅ شاکر نه وې صديقه
ښه چې اوس يې په هجران ډېره ژړا کړې