

صدیق
چې مې سترګې د يقين ورته سبحان کړې
خر خشې يې را څرګندې د دوران کړې
د يوې فتنې انجام د سلو سر وي
په ګردش يې را برسيره دا آسمان کړې
په شمار په درمانده شم که يې شميرم
کله چا په حساب خاورې د دهمان کړې
په يقين تر دې دوران فتنې تيری کا
که په زړه تصور څاڅکی د باران کړې
زړه به يو په دنيا روغ نه وي هيچيرې
ته په څه لکه غونچه په باد خندان کړې
که هر څو دې له دورانه کام حاصل شي
بيا به زار لکه بلبله له خزان کړې
څو غونچې ګلونه درومي فنا کيږي
ته به څه د زړه خوښي په دا بوستان کړې
له خندا سره ژړا شته که پوهيږې
په وصال يې ورځې پټې د هجران کړې
غم، ښادي به دواړه مخ درته څرګند کا
که ته سرښکته د فکر په ګريوان کړې
ته به څه ماڼه له خپلو کړې صديقه!
وروڼو شندې په يوسف څو په کنعان کړې