

صدیق
په داهسې نوبهار ساقي په څه کړې
چې په خم کې مې باقي شته مهر نه کړې
بارې اوس اهل کرم په جهان نشته
ته چې لاس کوتاه له وږيو په وړه کړې
په دنيا به قيامت په مانزول شي
چې غماز و ته خندا په ډکه خوله کړې
که زما په مرګ دې زړه دی بارې بويه
چې مدام زما په قصد د رقيب زړه کړې
بيا به کله مخ څرګند کړې، حيرانيږم
چې د لږ ساعت وعده دې ډېر لارغه کړې
ته يې څه وايې و ما ته، خود پوهيږم
په فراق مې به د زړه وينې اوبه کړې
د دوران غمونو ډېر په زړه زهير کړم
خدايه! کله به خوشحال د صديق زړه کړې