...

صدیق

کله زړه را څخه بد کله يې ښه کړې

راته وايه دا ماڼې مهر په څه کړې

په خندا دې دا ثواب دی راته کړه يې

 لکه وږی په څه موړ، تږی اوبه کړې

ګوته ورته ورته کړې وايې خوږه

 کشکې ته زما د زنې خوند تر خوله کړې

بدخشان د لعلو قدر ورک په دا شو

 په خندا چې را ښکاره د شونډو سره کړې

غم زما په برخه خدای کړ چې مين شوم

 ته دلبره خوشحالي کړه، غم به څه کړې

په بڼو کې به دې پټ ساتم له خلقه

 خپلې مينې راته دواړه تور لېمه کړې

تاخو زه يار ته خس کړی وم غمازه

 خدای تر ما نه پخوا شپږ سو شپېته کړې

تا په څه د ښکليو عمر کم کړ خدایه!

 که د خضر عمر ور کړې ښه به وکړې

شاهدانو سره خوښ يم په زندان کې

 که بې ښکليو پادشاهي کړم ومې مه کړې

چې په سپک نظر مې يار ته ګوري خدايه!

 ته هغه کسان په تورليمه ړانده کړې

 په تش آه به يې جهان سره ګډوډ شي

 چيرې نه په څه آزار د صديق زړه کړې