

صدیق
يو نظر به ښکلي مخ چې د دلبر کړې
کم به ډېر حساب له زرو په محشر کړې
په تجريد حاجي کعبې ته شبګير بيايي
ته جدا نه يې له ځانه څه سفر کړې
پښيماني په ورځ غافل د قيامت کا
ته به څو د غم په ورځ خوښي اختر کړې
د منت سيوری په سر د همای مه شه
ترې به آب چې په منت نن د کوثر کړې
سجده بت و ته کوه مخ کړه کعبې ته
په زنګار به پټ تمام د تيغ جوهر کړې
عبادت و ته درست جوړ نه يې صديقه!
د خبر له هستۍ خپله بې خبر کړې