...

صدیق

چې په دا دولت حشم عشرت د طی کړې

 راته وايه پادشاهي به تابه کی کړې

عاقبت به په مرګي شي تورې خاورې

 که په ګوتې سليمان غوندې غمی کړې

د حيوان اوبه که نوش کړې لکه خضر

 خو آخر به بيا د ځان ميلمه مرګی کړې

چې دې غم په بل يوه دی ته خوښي کړې

 څله غم کله د ځان کله پردی کړې

څو په طمع د هر چا تر پښو پريوځي

 ته د نفس اندېښنو څه دوه موري وری کړې

په طلب کې د دنيا خس او هوا شوې

 د دنيا محبت هومره ليونی کړې

فراغت که دې رضا ده چې حاصل شي

 بويه نن د نوې لارې مزل طی کړې

بيا که هر څو ارمان کړې فايده به نه وي

 چې د نن په تيره چار سبا هی هی کړې

د رندانو په مذهب دا کافري ده

 چيرې ته آزار د لارې يو ميږی کړې

په هر څه کې هغه رنګ دی چې ليده شي

 که د زړه په سترګو ځير واړه کل شي کړې

د هجران له دردو دوکه ډېره فرياد کا

 که د زړه په غوږو غوږ د کل شي کړې

زه به تا هسا له مين په ليلا بولم

 که مجنون غوندې يې ښکل په سترګو سپی کړې

 چې صديق پرې تر هستۍ ترنيسۍ تير شي

 ساقي! کله به لا داد د هغه می کړې