

صدیق
خدايه ته چې ښايسته ښکلي پيدا کړې
بيا يې ولې د فنا په باد فنا کړې
ستا پرې هيڅ پوره نيمګړي هر ګز نه دي
نه پوهيږم چې په څه ته هغه دا کړې
ښايسته غوښې يې وخوروې په ځمځو
ښه ماغزه يې د تراب سره همتا کړې
چې تر ګلو ښايسته نازک بدن وي
ته يې څه رنګ تورې خاورې د بيديا کړې
حيراني ستا په قدرت پورې را درومې
ته په هر څه کې چې کړې خپله رضا کړې
راشه سود داته معلوم کړه چې خبر شم
چې په کوم توکي ته دا سود وسودا کړې
تن او روح د هر يوه جدا جدا وي
ته يې څه رنګ بيا په مينه کې يکتا کړې
چې په مينه کې ځاريږي يو له بله
ته هغه مين په څه وبله جدا کړې
داغ په زړونو باندې مه ږده ترحم کړه
بويه دا چې د دردمنو زړو دوا کړې
ته پخپله ځان ته وايې چې داد کريم
دا بيداده چارې څه لره روا کړې
که حساب له نيک و بد غواړې له بده
ته به هم د نيک و بد حساب وربيا کړې
داد به وغواړي له تا چې يې دادخواه وې
ته به بيا پوره دواړو تمنا کړې
ما صديق پرې ښادي ځير نګړه بيغمه
چې مې خدای سترګې په دا دنيا بينا کړې