

صدیق
ته چې خيال په رنګينه ښکليو جامو کړې
اور به پورې په وګړي د فتنو کړې
راته ليچې پورته پورته کړې ويريږم
يوه ورځ به ما په دا تور وتير وکړې
دا دي بيا فتنه په زړه را معلوميږي
چې وما ته اړ ويل په خر خشو کړې
له ماڼۍ به دې ومرم بيا به وايې
چې چا نه ويل وما ته خون پسو کړې
زه پښتون لا په پښتو ژبه کې اړ شم
ته وما و ته ترکي خبرې څو کړې
مخامخ راته ولاړه يې تا وينم
څه شي ځان که له ما پټ په څو پردو کړې
ستا د مخ آفتاب به ښکل کړم که يې خدای کا
که مې پورته د زلفينو په رسو کړې
که د سر سيوری مې نشته عيب څه دی
که له چا ماڼې تحقيق د مزرو کړې
ګوره زړه به پرې د چا وړې، دواړه سترګې
څه بلا ته يې اوس تورې په رنجو کړې
ستا په سر به يې يار ما ته کا صديقه
که هزار ځله خوله ستړې په توبو کړې