...

صدیق

څو چې غم د دې دنيا د شر و شور کړې

 ډېر ستم څرګند په ځان باندې هر ګور کړې

کور دې عين عليين تر فلک بر دی

 ته پسو په ورانی مټ د دې کور کړې

شپه په خوب در څخه تيره په غفلت شي

 رڼا ورځ تيره په شان د کر وکور کړې

ګذر ګاه دې د خيالونو د زړه سر شو

 لادې يو کوز کړی نه وي بل پرې سور کړې

چې په خوب دې عمر ځي بې پروايي ده

 خوب به کله د راحت په کور د ګور کړې

زورور مرګي منډلي دي په زمکه

 ته پبه څو لکه رستم لافې د زور کړې

لا په بدو درست ګنده، له ښو نه وتلی

 همدغه عمل په ځان ته تور منګور کړې

پور بيار ته ور کول په نيستۍ ګران شي

 ته يې څو تنګدستۍ ته لور په لور کړې

چې يو دم دې بار د حق په ځان کې نه شو

 چيرې نه وي چې دا ځان لايق د اور کړې

همېشه دې پيټی سر ته تياريږي

 سر دې خلاص له يوه نه، سل پرې ټنډور کړې

 که کردار دې تر ګفتار کم شو صديقه

 دغه ستا ويل به ته د ځان پيغور کړې