

صدیق
ته چې هسې په ماڼې ځې راته شا کړې
بيا دې څه دي په خاطر چې دا ادا کړې
په هيچا مې پيرزو نه دي په مينه خدايږو
ستا د خيال بلا په ما که يې په کړې
که په تا پسې مجنون شوم، عجب څه دی
ته و ما ته مينې کښلې تر ليلی کړې
د بلبل د پاره زر راځه نيسمه!
چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا کړې
چې هم می شته هم بهار، ساقي محتاج يم
چې به کله څو پيالې پيا پي راکړې
تا ويل بوسه به در کړم خو سر راکړه
کشکې که ته کلکه هم دغه خپله وينا کړې
په خاطر دې خبر نه يم ګوره څه دي
په لباس د ژبې څه ډېر بلا کړې
چې د نياز خبره وکړې خبل مين ته
دا يې واړه د ويشتلي زړه دوا کړې
رښتيا ګل د چمن واړه شګفته شي
چې په ډکه خوله و ياروته خندا کړې
ستا د تورو سترګو پوځ پرې تعين شو
د صديق خونه به زر بېدې بېديا کړې