

صدیق
د جهان الا بلا تل سختې چارې
پرې پوهيږم واړه عشق کا را دوڅارې
ځان دې وژاړې پخپله چې ترې خلاص شي
چې ياري کاندي له تا سره خونخوارې
که په تا پسې بې صبره مينې زړه کړ
په ديدن پسې شوې سترګې ناقرار
چې داغونه په زړه ږدي دارو بې هم کړه
ته نا ترسه ترس هم کړه څه خوبارې
خود يې ځای د دار په سر لکه منصور شي
چې په راز يې خلقې شي خبردارې
په مخ ډېره ښايسته يې تر ښوګلو
په زړه څه سخته سنګينه لکه خارې
لا علاج به پسې ما هسې بيمار کړې
چې را پورته کړې دا دوه سترګې بيمارې
ستا په تله چې په ماڼۍ ځې راته شاکړې
د فراق اوښکې په مخ کړم لارې لارې
هر زمان چې ناپرې نه ويني ړنديږي
په تحقيق چې د صديق نور الابصار يې