

صدیق
تورې وروځې تور باڼه سترګې يې تورې
د جهان الا بلا فتنې پرې پورې
هر باڼه يې د ترکانو د لاس غشی
په ويښته تر زړونو ښوی ځي پورې اوړې
سر تر پايه ننداره يې چې ځان جوړ کړې
ولې دوسترګې دې لا دزړونو چورې
په هر چا باندې چې ورشي زړه ترې يوسي
د پري اثر مثال دی ستا د سيورې
بس کړه دا چې اوس مې ستا ديدن پرې وکړ
بيا به نه کړم چا ته سترګې پورته نورې
چې په تور يې ستا وګړي کا و ما ته
د جهان خبرې اورم تلخې سپورې
دا به هم يو ستا کرم، مهر په ماوی
چې ديدن په ما د سر په بها پلورې
دا هم ښه چې ستا غمونو ته پيدا يم
هر ستم چې په خوار شي ته يې ګورې
په وصال به د صديق خوشحالي څو وي
په هجران چې دزړه وينې ژاړي تورې