...

صدیق

چې په ښه فکر تدبير کاندې خبرې

 ښې خبرې ښه مزه کا تر شکرې

چې په قدر د خبر و خبر دار شوم

 د خبرو دی قيمت تر مرغلرې

د هوښيار د نادان ژبه واړه يو وي

 په ګفتار يې فرق څو شي ويله لرې

ميړني په ميړنتوب سره ياديږي

 د نامردو کله څوک وايي سندرې

واړه عيب په دا خلقو کې هنر شو

 خلقه شوه اوس په سترګو تت نظرې

لوی په لوی همت لوييږي، کم کميږي

 د ازل برخې څوک کمې شوې څوک سترې

 که په قدر د خبرو خبردار شي

د صديق ويل به ياد کړي نژدې لرې