

عبدالحمید مومند
زه خسته په مرګ حال ستا له بېلتونه
د رقیب کره وهې ته نوبتونه
هزار حیف دی، هزار حیف بې مهره یاره
ستا په دا ننګ و ناموس په دا پتونه
چې ژړل مې دې په وصل کې له هجره
ما لیده پکې پراته دا علتونه
چې په ویاړ دې د اغیارو وازمېلم
په جهان کې نه وو نور څه ازمېيښتونه
چې مدام د چاود کمر په سر ولاړ وې
خو به پرېوځې یوه ورځ له پيوستونه
بې مهرۍ به دې په سپي رقیب داړلم
چې مېلمه وم د دروغو په ستونه
چې يې ما په سر و مال خریداري کړه
مفت دې ورکړه و رقیب هغه وستونه
زما، ماته و جاروځه ستا و تاته
چې لرو سره په زړه کې څه نیتونه
دا یو ګورو چې به څه و کا دلبره
د حمید روغه راستي ستا شدتونه