

عبدالحمید مومند
درکوم که هزار ځله سوګندونه
یا پندونه درته کړم په سل بندونه
نه مې پند، نه مې سوګند په تا اثر کا
څه بلا مو تر میان پرېوته کندونه
دا پندونه د رقیب نه دي نور څه دي
چې دې نه لګي په غوږ زما پندونه
لکه ته چې يې زما په درد و داغ کړې
بلبل نه کا په ګل هسې انندونه
چې په دم د نیم رمق پایم په عشق کې
يو په سله ښه دی مرګ له دې ژوندونه
چې له تا راته د صبر ګفتګوی کا
ناصحان وهي بې ځایه دا شخوندونه
هیڅ شرطونه له ما مه غواړه په عشق کې
ولې هر خواړه نه شي په خوندونه
لکه څوک چې په چا توره نیم کښو کا
هسې سهم راکوي ستا مړوندونه
د حمید په څېر بلبل به پکې نه وای
که ګلزار نه وای په ښکلو سر بندونه