

عبدالحمید مومند
څه حکمت دی چې مې نه چوي لا سینه
یاره ستا د رقیبانو په کینه
چې دې زه او رقیب سم ګورو و مخ ته
دې ګرومونو کړه ورسته زما یېنه
ستا په در کې رقیبان راباندې بلوسي
نه ګروهېږي په مکه په مدینه
لکه زه چې ستا له غمه ځوانیمرګ مرم
واخله هر څوک هسې فصل مهینه
ته زما په ژړا نرم ګرم نه يې
زه شوم ستا په غم کې وریت لکه نینه
همنشین مې ستا د غم د آه په تاب کې
اغوستی نه شي له وېرې پشمینه
لکه توره د غماز تل خونریزي کا
څه به نه وي د ستا حسن رنګینه
ستا د در د سپیو قدر مې بیا نه موند
که هر څو مې درته ځان کړ کمینه
چرته شېخ چرته تندی د عشق حمیده!
چرته جنګ چرته بې دله ارتینه