

عبدالحمید مومند
ډېر مې ماړوه په تور و سپين صنمه
چې خوني به په خپل ځان شم ستا له غمه
چې چیچلی دې د عشق بې دمه مار یم
خود به دم را څخه وکاږي تر دمه
چې کاته راته په څنګ کاږه کاږه کړې
لا مې نه ده ستا په مینه کې چار سمه
ډېرو اوښو مې صورت له برمه پرېوست
ژر به پرېوځي دا دېوال له دغه زیمه
له ستمه دې کرم هسې جلوه کا
لکه برېښي آب حیات له توره تمه
د ناصح مهر و کرم دې صدقه شي
ستا د عشق تر هره جوره تر ستمه
ستا کجکو زلفو هسې خلق حیران کړه
چې یوسف يې کا جلوه له هره خمه
د حمید سوځنده شعر وسوم وسوم
دا آزار کاندي رباب له زیر و بمه