

عبدالحمید مومند
په نظر د تورو سترګو شوم واله
څه ناڅاپه وختم په بنګاله
یووړ خط صبر و آرام زما له دله
څه آرام په مېږتون کا غزاله
چې مې یار لږه ترشي په جبین راوړي
کوز کا کیف د شرابو صد ساله
چې نظر يې د ګلرخ ساقي په مخ شه
د نرګس له لاسه واوښته پیاله
له بتانو د بوسې طمع طاعون ده
مومي څوک د شوم له کوره نواله
خوار مجنون ته به يې عشق نه و پرې ايښی
که څکولای شوای رستم دا کشاله
شوخو سترګو وړی زړه په خدای سپارلی
کشتنی شه د جلاد په حواله
په راتله د یار د خط ژړا بایده ده
ولې نښه د باران وايي هاله
لاړ شه ګور لره حمید د یار له لاسه
ځوانیمرګ سوی لړمون لکه لاله