...

عبدالحمید مومند

نه دی ګل د ستا د مخ مخی خوشرنګه

ګل جلوه په یوه رنګ کا ته سل رنګه

چې یې ستا د تنکۍ خولې تصور واخیست

په دا فکر کې غونچه شوه په زړه تنګه

دغه ستا د راتلو رو ګوري دلبره

دا چې سروې هسکه کړې ده غړنګه

چې سیالي ورسره زر کې په یانه کړه

ولي ځان له دغه شرمه تر ګړنګه

دا زما د آه لوګی پکې لیده شي

آینه دې د مخ نه ده په خط زنګه

چې يې تا غوندې دلبر په څنګ کې ناست وي

د هغو دماغ بلند وي تر اورنګه

چې په سیند زما د اوښو نه نرمېږي

طایفه ده د خوبانو په زړه سنګه

زه د ستا شرم و حیا کوزو کتو کړم

هم شوخ چشم هم بې شرمه، هم بې ننګه

هسې رنګ د بڼو غشي رسا ولې

چې هیڅوک يې سلامت نه ځي له جنګه

پس له مرګه دې حمید هسې ژاړه شي

اې په اور د ښکلي مخ سوی پتنګه