...

عبدالحمید مومند

څو له نفس سره و نه درېږې په کلکه

په نرمۍ به کله خلاص شې له ازبکه

واقعي نه کاڼي پوست نه غلیم دوست شي

په بندګۍ د نفس مه غولېږه مردکه

لږ لږ ښه هم مناسب له نفسه نه دي

غله مېرمن کاندي ځان موړ په څکه څکه

څه به ځای د خدای د یادو پکې کېږي

چې دې ګېډه وي مدام په طعام ډکه

که دې زړه وي چې وجود مې نوراني شي

واخله پند د کوتې ګېډې له فلکه

له فلکه سوال د نس دپاره مه کړه

درکوي که په کچکول کې اوږمکه

چې يې ږدې له کبره هوک په تندي باندې

دا دستار به دې کوز پرېوځي په غوړ پکه

ګوره کوز تر هر چا نس په کمینۍ کې

که جنډه غواړې د عرش دپاسه لکه

چې له اهله د دنیا محبت نه کړې

هم دغه د امن لوری دی بې شکه

له دې خپلې کمینۍ عاجزيۍ

اې حمیده! د خودبین د سترګو ککه