

عبدالحمید مومند
مرم له خپله اشتیاقه
نه د یار له افتراقه
هم د خپل عمل تېشه ده
چې وهم يې له تاراقه
چې په ما دي هم له ما دي
نه له زیده له اسحاقه
خود مې ځان تر کمر پرېوست
لکه طفل په مذاقه
د شفا خاصیت یووړ
زما مینې له تریاقه
د تریاق په امید راشي
ما له زهر له عراقه
د منګول په ځای خنجر شي
را بېرون د یار له ساقه
بې آفته نور څه نشته
زما بخره له آفاقه
د میرڅي نفاق را پېښ شي
د دوستۍ له اتفاقه
له دې خپله توره بخته
تورومه څو اوراقه
بله نه وه دا وه دا شوه
زما بخره له میثاقه
نن ساعت به دې حمیده!
مات کا بخت سندان له تاقه