

عبدالحمید مومند
اې مدام د نس په زېرمه کې رنځ کښه
په دا رنځ کې په آزار د خلقو خوښه
و هیچا ته له تا نفع نه رسېږي
بلکې ته لکه اغزي په نورو ښخه
یوه ورځ به بندیوان د باز په څېر شې
چې دې شپه و ورځ خوراک شوه د قاز غوښه
د مظلوم آه و آزار و چا ته مه شه
عالمونه يې ورانېږي له ارخښه
د مظلوم آزار خالي نه ځي حمیده!
د ویشتوني ګوزار پاس لګي په نښه