

عبدالحمید مومند
د دنیا د مال په تللو دلګیر مه شه
مات اغزی دې له پښو خېژي زهیر مه شه
نس هوی دې خدای و تا اسیر در کړي
ته د خپلو اسیرانو اسیر مه شه
دینداري په خود رايۍ سره نه شي
په دا کار کې بې مرشده بې پير مه شه
نه دی نس لره جلب د ورکولو
آموخته در باندې غل و کاسیر مه شه
چرته سوی د یوه داغ چرته د زرو
د دنیا د ټولول په تدبیر مه شه
وایه سپک ښه دی که دروند د سر پيټوري
فقیري در لره ښه ده امیر مه شه
خدای درکړی شنوا غوږ دی بینا سترګې
دانسته تر کمر لوېږي بصیر مه شه
په خندا خدمت د خلقو کړه که مرد يې
جفا کښه نښانه اوسه تیر مه شه
نور قیدونه واړه سهل دي حمیده!
خو په غاړه دې د طمعې ځنځير مه شه