...

عبدالحمید مومند

ارزومند د یار د درد په دوا مه شه

بېګانه د خپلو منځ لره را مه شه

هنګامه د مینې ګرمه ده تر حسنه

د مجنون د در ګدا شه لیلی مه شه

که باڼه دې د نګار ټول تېره غشي

یو زما د زړه له نښې  خطا مه شه

که مې پرېوته سیاهي په خاطر باندې

چې له زلفو د دلدار ده رڼا مه شه

که بلا په عشق کې ډېرې دي ناصحه

دا بلا واړه په ما شه په تا مه شه

که مې مرګ دی هغه یار ته په خوا شوی

له دې کاره پښېماني ور په خوا مه شه

دغه غم اندوه يې سر د نافې سپین کا

څوک له خوا د آهو چشمه جدا مه شه

پروانه غوندې خوله پټه خپسر سېځه

د سپند په څېر شوخ چشم رسوا مه شه

هیڅ دې دم ورباندې نه لګي ناصحه!

دا حمید بلا وهلی ملا مه شه