...

عبدالحمید مومند

تمامي جهان له غمه شور ماشور شه

که زما په ښهر ګډ د فلک شور شه

چې نرګس ورته په غټو سترګو ړوند شه

هغه مخ نن د لحد په خاورو تور شه

د چا کور و ته مې غټ کتلي نه وو

تاخت زما په خونه ګډ د چا په کور شه

تار په تار يې کړ زما د وصل ښهر

د هجران فوج له کومه لوري سور شه

چې مې یار تر خاورو لاندې شه زه پایم

دغه ژوند مې هغه ژوند لره پېغور شه

ساقي ته ملامت نه يې بخت یار نه و

تا ډک جام د میو راووړ جام نسکور شه

د هوس له ټاله ولوېدې حمیده!

هغه یار دې د لرګو په براق سپور شه