...

عبدالحمید مومند

دا څه دور د ګردون راغی وقت نور شه

چې شېوه د عادلانو ظلم و زور شه

نور دنیا و د غوښتو ځای شه چرته پاتې

چې غمخور په ظلم زور راغی خونخور شه

څوک و کومې خوا ته وتښتي ځان خلاص کا

په تمامې دنیا پورې د غم اور شه

د مزري له خولې کا تېښته و مزري ته

د منګور د غاښ جړۍ غاښ د منګور شه

څه حاکم څه رعیت څه غیر وزیر

جهان واړه د بلا په لکۍ سپور شه

هر سړی په زور زیاتي روا دار وینم

که يې ساز و چا ته لږ و ډېر څه تور شه

د هر چا په کور چې پرېووت کاڼی پرېووت

په عالم د بې نیاوۍ کاڼی به وور شه

یو د بل په ښه و بد رسېدی نه شي

سود و زیان د خلقو واړه کورا کور شه

غریب خلق مردګان پکې ورتېږي

ظالمان نکیر منکر پېښور ګور شه

پند و وعظ د هیچا اوریده نه شي

هسې رنګ د ظلم و جوړ شر و شور شه

څه به شور نه وي د هند په میخانه کې

چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شه

چې د ده د عدل نمر دی پرېوتلی

توره شپه د ظلم وخته ملک تور شه

هر سړی درباندې ښه ږدي پورته خېژي

اورنګ شاه پرېښی تخت لاړ دور نور شه

تېر ساعت به د هیچا په لاس کېنوځي

خو چې تېر شه هغه دم تر بلا هور شه

همدغه د امن لوری دی حمیده!

که دې مخ له دنیاګۍ په بل لور شه