...

عبدالحمید مومند

دا مې لاس راکېښ د صنم په سر دپاسه

که و زمکې ته را کوز شه نمر دپاسه

سپک سپک غر د یار د هجر هسې دروند دی

لکه ایښی په سینه وي غر دپاسه

لا یې زه له پی مختوبه چور چور ناست یم

بیا يې که راباندې خط لښکر دپاسه

لکه پروت وي تور اطلس په مکه باندې

هسې رنګ مې دی فلک د سر دپاسه

څو بې عقله لیونی نه شې په عشق کې

بل هنر نشته تر دې هنر دپاسه

په یو هسې مغرور حسن مبتلا شوم

چې لري تر نمر سپوږمۍ نظر دپاسه

د مغرب له لوري لمر وخوت قیامت شه

که راځي په کبر و ناز دلبر دپاسه

څوک به هی زما په مرګ کا په خوار مړي

نړاوه شي په خوار مړي همېشه کمر دپاسه

چې سبا دې په فراق کوټه ظاهرېږي

مه ږده نن تانبه د لاندې زر دپاسه

چې نمړۍ د پاسلونی خورې حمیده!

په یوه پرهر ږدي بل پرهر دپاسه