...

عبدالحمید مومند

ښه چې بېله مې په غم شوه د زړه دړه

ګوندې شي پکې لمن د وصل اړه

عشق مې هسې بې اختیاره دماغ کوز کړ

لکه ورغړي کرکنډه په سر خوړه

عاشقي توره بلا نه وه کېمیا وي

پرې زما خاکي بشره شوه زري زیړه

که څوک غواړي ځای د امن په دنیا کې

کمه نه ده عاجزي تر پخه ګړه

که يې سیند کړې د غوړو تر ستوني ښکته

سپوره خوله به د حریص نه شي پرې غوړه

دا خو زه له سادګۍ عشق ته هوس کړم

ګڼه څوک بولي بلا په بړه بړه

سپېلني غوندې په اور د نوخط حسن

سر تر پایه سره لمبه شم شنه لوخړه

چې وروښو ښکلي مخ خط د بښنې

اوس مې زړه ورسره کا ناحق جګړه

غمخواره يې غمخورګي د کوم کوم غم کا

چې پسې شوه په حمید د غم پکړه