...

عبدالحمید مومند

څوک چې کاندي له خوبانو سره اړه

تل به پروت وي، لکه مړی تلې زیړه

عاشقۍ دې د منصور په دود په دار کړم

خپل پردي مې واړه ولي په تکړه

چې د عشق نجار اره کړم سر تر پایه

تن مې پروت تختې تختې، شه دړه دړه

عاشقۍ دې د مجنون په څېر دښتي کړم

ځکه ډېر کا دا وحوش ما سره اړه

عشق مې شاربي په غړکه د نامرادۍ

چې تر خولې مې راوباسي نغوته غوړه

اوس حمید کوي نارې د یار له غمه

چې یې ولي دا رقیب په لوسنګړه

نه شي په لذت د سرو لبانو څوک ماړه

چا نه دی موندلی دا رنګ خوند داسې خواړه

داغ مې د زړه لږ څه سوز کم کړی و ناګاه

ګل د لاله راغی اور يې بیا را ولاړه

راشه که هواد او ستري دید لرې بې رحمه

مړ ستا د دیدن يې سره کفن کې ونغاړه

یاره لاس تر غاړه د حمید له څنګه کېنه

مرګ څه صرفه نه کا په زاړه یا په واړه