...

عبدالحمید مومند

تن پرورو څخه درد د عشق مه غواړه

موند شي ګنج د در و لعلو په ویجاړه

په طلب مې د غافل هسې خندا شي

لکه څوک وي زوی په غاړه زوی وغواړه

د غفلت په کورو کرو مې زړه سوځي

چې همه له تندې مري د رود په غاړه

چې امید په فاني دهر د بقا کړي

دام دي تشې باد بېزۍکا و يې نغاړه

دم قدم لکه کمر د شګو رژي

د نابود عمر په بود باندې مه ویاړه

کوم ساعت به دې سر لاندې ځنې لګي

د شګلن کمر په سر باندې ولاړه

څو دې ښه د فکر شخوند زده کړی نه دی

چپ شه مه کوه خبره لواړه لواړه

له جاهل سره جاهل په جواب رسي

ده د سپي په څرمن منع د سپي داړه

کږنتیا حج اکبر د مقصود نیسي

بار تړه چې اې ویده قافله لاړه

چې په مخ يې د ګلرخ سپړې حمیده!

په هغو سترګو په څېر د شبنم ژاړه