...

عبدالحمید مومند

د فلک په ګردشونو کې پېر ګوره

د ګیدړ په خوشامندو کې شېر ګوره

که نظر دې د یقین لرې ښکار نه کا

دا په څنګ پورې مېشته په ځير ځیر ګوره

په غرور د توان تېری په ناتوان مه کړه

چې د منه توله سپکېږي په سېر ګوره

چې پېشو شي ډېره ګېره په سپي ترپلي

ډېر په ظلم کې څوک مه لره ګېر ګوره

ماشي مړ کاندي هاتي چې سره ټول شي

په یوه وجود سپک مه ګڼه ډېر ګوره

په نیمګړي داد د دهر، مه نازېږه

په ګړۍ کې سپینه ورځ کا اندهېر ګوره

لږې لږې اوبه ټولې شي ملک وران کا

به لږ جبر چرې نه شي دلېر ګوره

ته هم هسې تېر و بېر زغمه د خلقو

لکه خدای زغمي د ستا تېر و بېر ګوره

له دښنه امان مونده په عدوان نه شي

د احسان قلا تر ځان کړه چاپېر ګوره

که د زرو مزرو زور لرې په ځان کې

د زېر دستو په شېوه اوسه زېر ګوره

لکه وړي ګوی له میدانه پڅه ژبه

نه شي وړای په تېره کړي شمشېر ګوره

هر نفس چې د غصې نغرې سودمند وي

وروسته خوند کا له شکرو ګنډهېر ګوره

قدردان جوهریان بویه چې بې اخلي

حمید څه در و ګوهر کړه برسېر ګوره