...

عبدالحمید مومند

په خرص که مخ د زمکې کړې پره

را به نه وړې تر نصیب زیاته ذره

په اسره پسې ډېر مه ځعله هوښیار شه

په اسره اسره سړی شي مسخره

وږی تږی ناست په خپل انډیري ښه يې

نه په تخت دپاسه ناست د بل کره

د منت پولاو دې زهر شه چې مومې

د محنت ښه وي سوکړک له ساګ سره

د نمرود ماشي قصه کړه در په یاده

که هر څو يې په خپل ځان باندې غره

کړه د مچ له بونهاري که هوښیار يې

د مزاري د تڼهاري تراره

هغه دم کبر و دماغ د سواره در شي

چې دې بر شي لاس په تانګ په خرخره

له دې خپلې مغرورۍ د سپي لکۍ شوې

زه دې خوان ته وړم ته ځې ډېران لره

زه حمید د آه په دود کړم هسې فخر

لکه ناز خان و امیر کا په تره

ځکه شعر د حمید په ګوتو ښوو شي

چې يې عشق په سر کې کېښوده طره