...

عبدالحمید مومند

نن دې بیا حسن جلوه کا لاس په توره

ګوره بیا به کا په چا باندې مور بوره

چې دې خلق په مړاوو کتو غوڅ کړل

ګرځوې سسته لینده په شست مغروره

چې د ستا نکته دانۍ ته نظر وکا

افلاطون شي حیران پاتې بې شعوره

له حجابه دې جلوه هسې جمال کا

لکه سره لمبه چې خېږي له تنوره

په ضرور زما د مینې وازمایه شي

چې مې هسې بې پروا يې له ضروره

زه د شمعې په څېر اور په تندي بل کړم

ته د صبح په څېر خاندې له غروره

که هر څو مې د حیا په حجاب نغښته

عاشقي مې عاقبت شوه مشهوره

هر ساعت پکې ناحق خونونه کېږي

د خاطر کشور مې ډک شه له فتوره

هر چې کېږي خود کرده په حمید کېږي

چې خبر و د خوبانو له دستوره