

عبدالحمید مومند
چې پوښتنه مې د حال نه کړې دلبره
لا مې تبه د عشق نه ګڼې شېبره
زه د ستا له ډېره غمه هډو پوست شوم
ته زما له خرابۍ بې خبره
زه به ځای د روح دلبره و تا در کړم
که مې یو ځله خدای راوستې تر بره
زه خو ستا له سروې قده برخوردار شوم
که هر څو سروې بللی شي بې بره
هسې زه په خم قامت له تا ځارېږم
لکه څانګه د چنبېل تر صنوبره
د خط خیال مې دې له سره تلونی نه دی
که سایه پرې د همای شي برابره
چې د بل دپاره ځان سیځي حمیده!
تل یې وي لکه د شمعې پایه بره