

عبدالحمید مومند
وه د مینې کاروبار یاره
د سولۍ په سر روزګاره
تر سبزه لاندې کوهیه
د بستر دپاسه خاره
د خودرای د پوزې نتې
د سر کښود سر باره
د بېغم د زړه په خونه
د محنت بلا ګماره
لکه زهر په شربت کې
دلارام و دل آزاره
و خوبانو ته رهبره
و عاشقو ته ریباره
د دردمنو تکیه ګاهه
د غمګینو غمګساره
که يې وصل وي که هجر
دواړه وژله کا یکباره
خېژي سا په دواړه رنګه
له اوبو وي که له ناره
په مانې د یار و یار ته
ځان کوتنه کا اختیاره
بادشاهان په ګدايي کړي
د یوه دیدن دپاره
صدقه تر یوه مخ کړي
خلقه هزار هزاره
عاقلان د هلکانو
مسخره کړي سحر کاره
تر شاګرد پورې استاد کړي
بېچاره غریب ناچاره
د شېخانو طایفه کړي
د رندانو خدمتګاره
تر مريي پورې څښتن کړي
شرمنده و شرمساره
عزیزان د خلوت بوځي
ګرېوان څيرې تر بازاره
په ګړۍ کې و سړي ته
څو څو چارې کړي دوڅاره
د حیا د وقار خلق
بې حیا کړي بې وقاره
د تقوی انبار خانه کړي
په ګړۍ کې تار په تاره
ځار د ترکو بلا عشقه
د حمید بلا برداره