

عبدالحمید مومند
اندېښنه مې د هجران شوه په زړه پنډه
ځکه سا راڅخه خېژي لنډه لنډه
د اشنا د هجر هسې بد خبر دی
لکه ورغړي په سر د چا کرکنډه
په هوس به مې سر نه و پورته کړی
که خبر وای د غمونو له غویمنډه
مینه ما ته کا توبه د زرو کالو
د سېلاب له مخه وبهېږي ډنډه
اوس په څيرې ګرېوان مینه کړم په ښکلیو
چې د عقل ستن مې ووته له ګنډه
لا به کله د غماز له مرګه واورم
چې د ده له لاسه سوې خوا کړم ټنډه
چې ساتلی د چا زړه په میوه نه شي
ده تر سمې سروې ښه کړه ارهنډه
په لباس د ښکلیو مه غولېږه حمیده!
له ثمره وي ښېرازه ونه شنډه