

عبدالحمید مومند
که حجاب کا راته لرې یار له مخه
نمر به ولم د فلک مکار له مخه
د جنت نقش و نګار ورپورې هیڅ شي
چې ښکاره کا یو نګار نګار له مخه
هاله دُر، د عاشق اوښی شي په ښکلیو
چې یو نوی شي د خط بهار له مخه
مراد حسن ځنې ځي پا په رکاب شه
چې يې پاڅېده د خط غبار له مخه
ملګري د اوښو مه پرېږده په عشق کې
تمامېږي د دې طفل کار له مخه
راته نه اړوي یو ځل مخ په مهر
که يې ځان کړم هزار ځله ځار له مخه
په یوه نظر مې غر کاندي د صبر
هسې ویلې لکه موم د نار له مخه
پسې شا په صبر و زهد زړه ډاډه کړم
رو برویه مې خطا شي وار له مخه
د عشق پېښه خوښه ونیسه حمیده!
دغه نار به دې کا خدای ګلزار له مخه