

عبدالحمید مومند
محبت کړم د خوبانو اوښ په نته
د هر چا د ظلم بار وړم بې منته
د ښکاري په دود جار وځم تر هر بوټي
درسته ورځ د یوه ښکار له محبته
پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې
نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته
د کمال کعبه به هاله شي در پېښه
که دې لار د کمینۍ نه
کړه غلته
طلبوه سرفرازي په سرکوزۍ کې
راکوزېږي په هډوکي همای کښته
چې د عشق د سپکاوي درنښت مې ولید
بې پروا شوم د ناصح له تو لعنته
هغه تشې شلومبې شاربي سرخوږی کا
چې ښادي غواړي بې غمه بې منته
که هر څو يې په رضا او په سلا وي
وېره بویه د رقیب له شیطنته
که د ښکلیو د درګاه ګدايي مومم
هی توبه د محمدشاه له سلطنته
چې مې خټې فرښتو په لاس اخښلې
لا هاله مې د عشق بوی ته له طبیعته
که هر څو وکړم سنت د صبر و زهد
نه رسېږم د خوبانو تر سنته
څو دې پښې د تور تارو نیولې نه دي
بار به لاس لره درنه شي فراغته
ښه د زړه په سترګو ځير شه و عالم ته
کوم صاحب دی صاحب شوی بې خدمته
چې ناصح په ترک د عشق درته څه وايي
و دوزخ ته دې وباسي له جنته
د آشنا د محبت په لوی سفر کې
د حمید په تندي پېټی شوې صورته