...

عبدالحمید مومند

د نمر مخیو دلبرانو له قربته

د ذرې په څېر لړزېږم له هیبته

چرته ته په میان زما د ښکلیو پېښ شوې

اې د کاه و کهربا ترمنځ نسبته

چې مې شمعې غوندې اور شي په سر پورې

هاله ورشم د خوبانو تر صحبته

ځکه لاس لکه مګس په افسوس مږم

چې شاړه شم د سرو شونډو له شربته

طاعوني غوندې مې زړه کړ عاشقۍ

د جهان له لذتونو بې رغبته

د ښایست په ښادۍ ښادو ښکلیو څه زده

د عاشق د عاشقۍ له مصیبته

چې په هند د تورو زلفو څوک غریب شي

دوباره نه شي راتلای له دې غربته

چې په تېغ د تورو زلفو ومرم ښايي

که مې بوی د مشکو درومي له تربته

له شوخۍ د ستا د سترګو اې حمیده!

ښکلي باک نه کا له پاکه محبته