

عبدالحمید مومند
زړه مې وووت د دیدن د جنګ په هپه
ولي غشي د نظر په ښي په چپه
په هوس راڅخه زړه هسې لړزان شه
لکه طفل کا د مور په غېږ کې ترپه
تسلي په لاس نیوه د مهجور نه شي
کله سود د سینه سوي شي په لپه
په ښادۍ زما د وصل کواکبو
په وهلو ګوتې وایستې له دپه
هر زمان مې د آشنا د حال په خیال کې
ماتولی شي په سر د مشکو کپه
رستمان د صبر و زهد لکه ووړکی
ننوځي به خلوت د عشق له خرپه
د وصال په چشمه مرمه وچې شونډې
د هجران د اندېښنې له تاب و تپه
چې حمید غوندې سرکښ يې کا سرکوزی
طمطراق د عاشقۍ نه دی بې زرپه