

عبدالحمید مومند
که تر سره مې کا خدای د صبر سوبه
د ناکس له آشنايۍ توبه توبه
ډېر مې خره خسي کول وکړه پوه نه شوم
ریش کنده جامه پاره له لېونتوبه
بېهوده هندو رنځ کښي خدای ترې ناراضه
په ناکس پسې عبث و تم له خوبه
لکه طفل در ګوهر له کاڼي ولي
هسې ما بې ځایه زړه بایلو په لوبه
چې د ستا په اوښو نه ژاړي سرې وینې
هی توبه شه د هغه یار له آشوبه
که مې وڅښه بې وفا د حیا بحر
لا یې نه ده له شوخۍ سینه خړوبه
هر نا اهل ته سرکوزی کړم تا ولې
اې زما بې صبره زړه زما سر کوبه
دا کانې کېږي په ما د ستا له فعله
چې مې سترګې نه وچېږي له زهوبه
چې په لاس دې د ناکس ورکړه حمیده!
درنه ږيره د ې کړه سپکه تر جاروبه