

عبدالحمید مومند
دا رموز کا د یار خط په ماته ژبه
چې خوږه کړه نن ساعت هر چا ته ژبه
په هغو لکه مچان خلق بوڼېږي
چې په خوله کې غړوي نباته ژبه
کله تش وښکه د تېغ نه دي ښه هسې
په کار نه ده تر مطلبه زیاته ژبه
دلارام د جمعیت شي خنې لرې
چې خبرې کا نژدې و خوا ته ژبه
له خامۍ جوش و خروش خېژي له دېګه
لي ګواهي د زړه په مرګ حیاته ژبه
ګفتګو يې آزاد طوطي په قفس بند کا
رسوي هرې بلا ته ماته ژبه
ژبورو ته له ژبې آفت رسي
پرېکوي د زړګي سر جلاده ژبه
چې مدام د قتل وینې ځنې څاڅي
تر هغه تېغه ده بده ماته ژبه
ځکه هر نواموز نښه کا د غشو
چې پرې ايښې ده حمید رضا ته ژبه