

عبدالحمید مومند
قناعت راته عطا کړې زما ربه
ورک زما حرص و هوی کړې زما ربه
دا سرکښ نس مې سرکوزی کړې په صبر
راته اېله دا بلا کړې زما ربه
چې دې نوم په غوږو واورم سره لمبه شم
هسې سوز را کې پیدا کړې زما ربه
چې مې نه شي اضطراب د چا په ظلم
هومره صبر و سکون راکړې زما ربه
په زغملو مې د بدو پښیمان مه کړې
دغه زهر مې دوا کړې زما ربه
غره نس لرې وېستم له خاکسارۍ
ما په خپل وطن بسیا کړې زما ربه
نور مې وساتې زبان له پوچ ګويۍ
په خپل وصف مې ګویا کړې زما ربه
که رضا د ستا په سر و په مال مومم
ژر مې سازه دا سودا کړې زما ربه
دم قدم زما سیده لرې په شرع
له لغزشه مې نجا کړې زما ربه
چې د نس له دل آرامه خوا په خوا وي
له هغو مې شا په شا کړې زما ربه
چې حضرت راوړی دین دی، زما دین دی
که مې مړ په دا وینا کړې زما ربه
هر چې ستا ستا د رسول پکې مرضي وي
هغه کار شغل زما کړې زما ربه
هر قدم په نا لیدلې لارې درومم
خپل کرم مې رهنما کړې زما ربه
د رسول په پاک وجود مې ستا، قسم دی
چې قبوله دا دعا کړې زما ربه
که حمید خطا دعا کا په غفلت کې
دا خطا دعا رسا کړې زما ربه