

عبدالحمید مومند
نه مې کرکه له ژړا کا نه له اه
څه سنګدله شه نګار زما الله
هیڅ مې قرب و ګلرخو ته و نه شو
که هر څو په قدر سپک شوم تر ګیاه
مهرویان د هیچا ټول نه دي خپل شوي
په هر در لګي پرتو له مهرو ماه
سرکوزي ده سرلويي د عاشقۍ
د یوسف پایه بلنده شوه له چاه
چې عاشق په عاشقۍ کې لويي کاندي
بل ګناه به نه وي لوی تر دې ګناه
که په څېر د آیینې مخروڼی غواړې
په ایرو د عاجزۍ شه رو سیاه
شام چې شمع زور زیاتی په پروا نه کړي
دا دې وګوري خپل حال تر صبحګاه
ډېر ویل نه کا فایده که کمال غواړې
کمیني واخله په لاس، قصه کوتاه
د نا اهل اورنګ تخت مې په کار نه دی
څو شړلی نه یم ترکو له درګاه
چې و سپي ته به د یار بېراهه وايي
خدای دې نه کاندي حمید هسې بې راه