...

عبدالحمید مومند

چې بليږي پکې اور زما د آه

څه به نه وي د فلک ماڼۍ سیاه

په ژړا د زړه دمه کړم ګڼه چوي

دی ودان دا پېښور په دا تیراه

د ګلرخو په نظر به قبول نه شي

مګر سپک شي په عزت لکه ګیاه

که مې نه وای لېونتوب رهبري کړې

افلاطون غوندې به مړ ومه ګمراه

نادانان دې نه کاو یار زما د مینې

د یوسف په دود مې جاه بیاموند له چاه

چې پندونه راکوي په ترک د مینې

زه دا هسې خیرخواه ګڼم بدخواه

که مې سر درومي که مال پکې ناصحه

پرې به نږدم عاشقي والله بالله

بېهوده په زړه مین په خوله انکار کا

نه پټېږي اوښ د پولې په پناه

د حمید زندګاني د یار په مخ ده

ناقصان به يې ژوندی بولي په ساه