

عبدالحمید مومند
صبر و زهد دې ناصحه ښه پلو
که بله کا راته عشق د ورتلو رو
پند و وعظ هاله ښه وي چې مانه شي
تا خو جوړه کړه پيشو و کا څوک میو
ته خو ښه دُر و ګوهر پندونه وايې
باري نه راځي په کار زما یوجو
په هیچا يې ښه توښه نه شي په عشق کې
له مزري سره جنګېږم یو په یو
د هوسۍ په ښکر برات زما مطلب شه
هوسۍ نشمه نیوی د پښو په دو
نه دی ګرم د عشق په دم شېخ و هلک ته
کاڼي بوټي د صحرا شي واړه بو
چې د وچې ژړا شرم باندې پټ کړم
درد و غم راکې پرې نه ښو هومره نو
په روش د تښتېدوني مريي عشق ته
د شېخانو په حلقه کې څارم څو
نور به ګور لره حمید وړي کومه شمع
چې در ګور کاندې د ښکلي مخ پرتو