

عبدالحمید مومند
معلوميږي ستا د سترګو له غمزو
چې يې مرګ د تېره تېغ دی را پېرزو
ستا د سترګو د باڼو تر منځ حیران یم
یو مې وژني په سره اور بل په نېزو
هومره ښه دې خال وخط راسره وکړه
چې يې راښکوم له اوره په اغزو
ستا د زنې په ارزو کې مې حلق تریخ شه
د زقوم په څېر د قندو له کوزو
رستمان د صبر و زهد ستا په عشق کې
نڅول شي در په در لکه بېزو
چې دې زه په تش لیده وځم له عقله
څه حاجت د زیاتي زور د ستېزو
د ښه مخ ښه واصلانو به څه حال وي
چې يې وواژه حمیده تشې ارزو