...

عبدالحمید مومند

په خیرات چې یار د حسن لاس پاس ونیو

نمر سپوږمۍ ورته کچکول پاس په راس ونیو

مهتر خضر يې په عمر خریدار شه

چې يې خال غلام د مخ په نخاس ونیو

که څوک نیسي خو یو زړه په اخلاص نیسي

باري ترکو درست جهان په لباس ونیو

راکړ بخت مرور یار زما په خوا کې

ګڼه چا لید کبوتر چې کرګاس ونیو

شګوفې شګفتګې په شبنم راوړه

که مې سترګې په ژړا کې اماس ونیو

چې مې یار په لور ګوزر د مهر نه کا

خدایزده نه پوهېږم بیا څه وسواس ونیو

زر کا نور ثناخواني د ترکو هسې

که یوه ناصح زبان د سپاس ونیو

چې یې تل پکې کول سترګو خونونه

د مخ ښهر يې د ږيرې مواس ونیو

چې نازل شه د عشق تندر له آسمانه

ما حمید د غم لایق ورته لاس ونیو