

عبدالحمید مومند
هی توبه د عشق له ملکه له ورشو
چې پرې اوري د غم کاڼي په رشو
محبت کړ زما کور په هغه اور کې
چې یې ایشي آسمان زمکه له بېشو
چې په عقل سره عشق له زړه وباسم
ننه باسم د مزري په غار پيشو
دا د یار د وروځو خیال دی نه پوهېږم
که لړم مې ټک وهي زړه په لشو
نه دی هسې پوده کیف د عشق د میو
چې ورکېږي د پندونو په ترشو
خندوي په عاشقۍ راپورې خلق
چې خندل مې د پند ګویو په ورشو
په فرېب د ساده دل له ساده رویو
کېنستم د خال و خط په په خرخشو
ځکه زه کوم اسره د یار و خط ته
اسانېږي مشکل متن په حاشو
چې د عشق طاعوني رنځ د حمید مل شه
ژر به ښخ په هدیره شي د ماشو