...

عبدالحمید مومند

سر زما د سر درده د خوبانو

هسې شان دی، لکه ګنج د دُر مرجانو

په مجمر مې يې د مخ لوېږي له شوقه

د سپند په طور کسي له چشمانو

ګفتګوی به یې بیا نه مونده وړه خوله

که څراغ ورته بل نه وی د لبانو

بختر پوښ د صبر و زهد ځنې تښتي

چې په ګورت کا تېره غشي د مژګانو

په شانه يې کړې خورې حلقې د زلفو

که ځنځیر له غاړې وخوت د بندیانو

خال وخط يې هسې چارې په مخ وکړې

لکه ګل شي تر پښو لاندې د هاتیانو

لکه یو لېونی بل ته ملامت کا

په دا رنګ دی حال زما، د ناصحانو

چې شومي د زاهدانو بده نه شوه

چرته بده سربازي شوه د رندانو

چې حمید کا په میګونو شونډو مینه

زر به کيني په حلقو کې د مستانو